د فراه او هرات ولایتونو له مخورو او ځوانانو سره کتنې!

mobta-af
Mon, Feb 17 2020 9:17 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدن بارکزي نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال سلواغې میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د فراه او هرات ولایتونو له مخورو او د محصلینو شورا له استازو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د هرات ولایت د محصلینو شورا استازو او استادانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سولې، ملي یووالي، امنیت د ټینګښت او ځوانانو ته د زده کړې د زمینې برابرولو په برخه کې د وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې وې ویل: هرات ولایت د تاریخي او ستراتیژیک موقعیت په لرو سره ځوان کدرونه هم لري، چې په بېلابېلو برخو کې یې لوړې زده کړې ترسره کړي دي، خو تر اوسه زموږ ځوانانو ته دومره پاملرنه نه ده شوې، هیله مو دا ده، چې لومړې په یاد ولایت کې ملي پروژې پلې شي او بلې خوا د سولې پروسې په برخه کې زموږ ځوانانو ته ونډه ورکړل شي، تر څو د هېواد د پرمختګ لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.

همدا راز نوموړ د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحد کې هم یو لړ امنیتي ستونزې
درلودې، چې د وزارت له مسلکي مرستیال سره یې شریکې کړې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو مخورو او خوانانو ستونزې پر ځای وبللې او د نوموړو له راتګ څخه یې خوښي څرګنده کړه وې ویل: موږ د دې هېواد د هر ځوان په درد ښه پوهېږو، چې دوی ته باید کار وشي په همدې موخه ولسمشر هم په ادارو کې د ځوانانو په زیاتیدو ټینګار کړی دی.

همدا راز ښاغلي بارکزي وویل: دا چې د خپل هېواد د ابادولو او پرمختګ په فکر کې شو نو لومړی باید د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو او د سولې په پروسه کې، چې ملي پروسه ده ستاسو په شان د درانو او قدرمنو شخصیتونو رول هم له ارزښته ډک دی، چې انشا الله ستاسو د ونډې په اړه به هم د سولې د وزارت سره په همغږي توګه خبرې وکړو او پاتې ستونزې به مو له لوړپوړو چارواکو سره د حل په موخه شریکې کړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu