د غازي عبدالله خان اڅکزي په عالي لېسه کې فرهنګي مرکز او مجهز عامه کتابتون پرانستل شو!

mobta-af
Sun, Feb 02 2020 10:53 AM
mobta

د کندهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس عبدالرازق عابد، د ولایت مقام مرستیال والي الحاج عبدالحنان منیب، امنیه قومندان جنرال تادین خان آڅکزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حکمت الله افغان، ولسوالانو ، قومي مشرانو او ځوانانو سره یو ځای د سرحدونو او قبایلو چارو د ریاست اړوند د غازی عبدالله خان اڅکزي په عالي لیسه کې د شهید سترجنرال عبدالرازق خان اڅکزي په نامه فرهنګي مرکز او مجهز عامه کتابتون پرانيست.

دا کتابتون چه د ۲۵۰۰۰ زره ټوکو کتابونو ظرفیت لري د سرحدونو او قبایلو چارو د ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او سپین بولدک د ښاروالي په ګډه همکاری جوړ شوى دی، موخه یې داده ترڅو د آړونده ولسوالیو ټولو ځوانانو، زده کوونکو لپاره د مطالعې ښه چاپیریال برابر شي.
.
د یادوني وړده، چې د ذکرشوي کتابتون لپاره د زرګونه ټوکو کتابونه مرسته د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان، مرستیال والي عبدالحنان منیب، د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس عبدالرازق عابد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حکمت الله افغان، د بولدک ښاروال او قومی مشرانو او تجارانو مرسته کړې ده.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu