د پښتونستان عالي لېسې زده کوونکو ته د لوی افغانستان او تاریخي مشاهېرو د پېژندنې ورکشاپ جوړېدل!

mobta-af
Mon, Jan 20 2020 11:05 AM
mobta

په هغه غونډه کې، چې نن یکشنې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه د پښتونستان عالي لېسې زده کوونکو ته د لوی افغانستان او تاریخي مشاهېرو ورکشاپ په موخه د ننګرهار ولایت د پښتونستان په عالي لېسه کې جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئيس ښاغلي نیاز محمد امیري، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلي عبدالوحید خاورې، ښوونې او روزنې رياست وارسي کوونکي ، ښاغلى جمال الدين زاهد، د ننګرهار ولایت مرستیال والي ښاغلي تمیم عارف مهمند د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي وجیه الرحمن شینواري، په ختیځ زون کې د یونسیار خیریه بسنټ چارواکي ښاغلي زاک، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو او زده کوونکو په کې ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د قران مجید څو مبارک ایتونه تلات او ملي سرود خپور شو.
ورپسې د ننګرهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي وجیه الرحمن شینواري د ورکشاپ ګډون والو ته ښه راغلاست وویلو.
د سرحدونو او قبایلو چارو د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئيس ښاغلي نیاز محمد امیري د موضوع په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د وزارت مالي او اداری مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله خبرې وکړې وې ویل: خوښ یم، چې له تاسو سره یم او دلته د لوی افغانستان پېژندنې په نوم ورکشاپ کې ګډون کوم.
د هر هېواد خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو ته لازمه ده او یوه اړتیا ده، چې له خپل تاریخ سره اشنایي او په اړه یې پوره معلومات ولري. هېواد زموږ ګډ کور او همدا شان زموږ هویت دی. او تاریخ یې نړیوالو ته زموږ د تاریخي بهیر د پېژندنې یوه وسیله ده.
په کار داده، چې یووالی ولرو د ملي ګټو د ساتلو لپاره یو موټی اوسو، او خپلې نیمګړتیاوې پوره او ډکې کړو. له تېرو خوږو او ترخو تجربو څخه د هېواد او ولس په ګټه کار واخلو.

ښاغلي جلاله زیاته کړه له درنو استادانو مو هیله داده، چې د هېواد بچیان له وطن سره د مینې په روحیه وروزي. هېواد او د هېواد له تاریخ سره یې اشنا کړي.

همدا راز د ننګرهار ولایت مرستیال والي ښاغلي تمیم عارف مهمند هم خبرې وکړې او د ښوونې او روزنې په پياوړتیا یې ټینګار وکړ.

وروسته په ختیځ زون کې د یونسیار خیره بنسټ چارواکي ښاغلي زاک د پوهنتون استاد ښاغلي پوهنیار ګل الرحمان مشفق، د ښوونې او روزنې رياست وارسي کوونکى ښاغلي جمال الدين ذاهد، د ننګرهار د پوهنې رياست مرستيال استاد اول ګل ابو زاهد، د پښتونستان لېسې آمر او استادانو په خپلو خبرو کې د زده کوونکو د علمي او ذهني کچې د پیاوړتیا، د تاریخي افغانستان په اړه د ذهنونو د روښانولواو په دې برخه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

د ورکشاپ په پای کې د لېسې د ترانې ټیم ملي او حماسي ترانې وړاندې کړې او د وزارت د مشرتابه له خوا زده کوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې او استادانو او د وزارت مشر تابه ته د اعزاز پګړې ورپه سر شوې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu