د وزارت اړوند خوشال بابا په عالي لیسه کې ژور اصلاحات تطبیق او مثبت بدلونونه رامنځته شوې دي!

mobta-af
Sun, Oct 20 2019 2:57 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د وزارت اړوندو لیسو د وضعیت د څېړلو په دوام نن سهار د خوشال بابا عالي ليسې ته تشریف یوړاو د هېواد د ملي سرود د غږولو په مراسمو کې، چې له اتلسو کلونو وروسته هر سهار له تدریس مخکې د دغې لیسې په یونیفورم کې د ملبسو زده کوونکو او فرهنګي ټیم له خوا غږول کیږي برخه واخیسته.

په دې لیدنه کې، چې د ملي شورا په مشرانو جرګه کې د ارزګان ولایت معزز سناتور ښاغلی امان الله اعظمي هم ورسره ملګري و، ښاغلي مسلکي مرستیال د وزارت په اړوندو لیسو کې د ژورو اصلاحاتو د پروسی پر دوام باندې په ټینګار سره وویل: د وزارت لیسې باید له هر پلوه نمونه وي، دا د وزارت لومړیتوب دی چې زده کوونکو ته د زده کړې هرډول آسانیتاوې برابرې کړو ترڅو په مناسبه فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي

ښاغلي بارکزي وروسته د یادې لیسې له لیلیې او تدریسی ټولګیو څخه هم لیدنه وکړه او د چارو د بهبود په موخه یې اړوندو ریاستونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د ارزګان معزز سناتور امان الله اعظمی په یادو لیسو کې د ژورو اصلاحاتو او مثبتو بدلونونو د راوستو په برخو توګه د ښاغلي مسلکي معین او ادارې هلې ځلې وستایلې او د دغو اصلاحاتو د دوام غوښتنه یې وکړه

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu