د وزارت اړوند خوشال بابا لېسې څخه لیدنه!

mobta-af
Sun, Oct 20 2019 2:55 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د روان لمریز کال د تلې میاشتې په 27 مه نېټه د خوشال خان لېسې له تدریسي اواداري چارو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږى معين ښاغلى محمد يعقوب احمدزى ، مالي او اداري معين ښاغلي شجاع الملک جلاله، د د اخلي تفتيش ريس ښاغلى نثار احمد ذهيب احمدي، د ښوونې او روزنې رياست وارسي کوونکى، ښاغلى جمال الدين زاهد، د معلوماتو د انسجام پروژې سلاکار ښاغلي حمیدالله بارکزي او د رحمان بابا د لېسې امر ښاغلي معصومي یې ملتیا کوله، مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د یادې لېسې د تدریسي او اداري چارو، لیلیو خونو، پخلنځي او نورو بېلابېلو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل: دا د خوښۍ ځاى دى، چې په يادو لېسو کې د وزارت اصلاحي پروګرامونه د تطبيق په حال کې دي، موږ د وزارت او لېسو له مسوولينو څخه غوښتنه کوو، چې د وزارت اړوندو لېسو ته دې پر وخت او غوره خدمتونه وړاندې شي، او د قانون ماتونکو سره به د پیداګوژی د شورا د پریکړو په اساس جدی قانونی چلند کیږی ترڅو د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې ښه فضا رامنځته کړو .

دغه راز د جرګو او قبايلي چارو د همغږى معين ښاغلي احمدزي او مالي او اداري معين ښاغلي جلاله هم په خپلو خبرو کې زده کوونکي خپلو زده کړو ته متوجه کړل وى ويل د زده کوونکو د خوړو او زده کړې کیفیت ته دې د تل په څېر پاملرنه وشي او په دې برخه کې دې اړوند ریاستونه خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu