په خوست، نورستان او فراه ولايت کې بېلابېلې ولسي غونډې!

taqi2_admin
Thu, Sep 04 2025 11:18 AM
په خوست، نورستان او فراه ولايت کې بېلابېلې ولسي غونډې!

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د اسلامي اخوت او ټولنيزو ستونزو د حل په موخه د خوست په  اسماعيل خېلو او مندوزيو، د نورستان په واما او د فراه ولايت په دوو ولسواليو لاش جوين او شيبکو کې له عامو خلکو سره پراخه ولسي غونډې ترسره شوې.

په دغو رابلل شويو غونډو کې د ذکر شويو ولايتونو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياستونو مسؤلينو په مشري، د ولسواليو استازو، قومي مخورو، ديني عالمانو، ځوانانو، عامو خلکو او د اسلامي امارت منسوبينو ګډون درلود.

دغونډو پرمهال مسؤلينو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو رڼا واچوله او له خلکو يې وغوښتل، چې د نظام په ملاتړ او ساتنه کې دي له هرې ممکنه لارې استفاده وکړي. يادو مسؤلينو د ولسي خلکو ستونزې هم واورېدې او د حل په موخه يې تر لوړ رتبه مشرانو د ژر رسولو ژمنه وکړه ترڅو په تړاو يې عملي ګامونه پورته شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu