جوزجان کې ۱۲ کلنه او بادغيس کې ۳ کلنه شخړه حل شوه

taqi_admin
Mon, Aug 04 2025 10:19 AM
جوزجان کې ۱۲ کلنه او بادغيس کې ۳ کلنه شخړه حل شوه

پنجشنبه ۲۸ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ د جوز جان ولايت مرکز شبرغان کې د دوو کورنيو ترمنځ له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې د ځمکې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دواړو خواوو ته يې لويې ستونزې جوړې کړې وې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، قومي مخورو او علماوو په همکاري حل او دواړو خواوو وروسته له ۱۲ کلونو روغه وکړه. همدا راز د بادغيس ولايت په دريبوم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه راپورته شوې ۳ کلنه شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو پکې درې تنه ټپيان شوي وو او ژور اختلافات يې ترمنځ موجود وو. د دغه روغې جوړې په موخه د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو، قومي مشرانو او ځايي خلکو بيا بيا هڅې وکړې، چې په پايله کې يې دواړوه کورنۍ سره پخلا او د ورورولۍ ژوند ته يې مخه کړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu