خوست کې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو له بهير څخه څارنه ترسره شوه

taqi_admin
Thu, Jul 10 2025 9:01 AM
عکس امتحان خوست

سه شنبه ۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست له لوري لېږل شوي هیئت خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست اړوند قبايلو عالي لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينې له بهير څخه ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د ياد وزارت څخه د ورغلي پلاوي له لوري د ازموینې د تنظیم، شفافیت او تطبیق پر څرنګوالي څارنه ترسره شوه، چې پکې د زده کوونکو حضور د ازموینې ورقې او د ښوونکو مسؤلیتونه و ارزول شول. همدا راز د مسؤلينو له خوا د ازموینې د بهیر پر شفافيت هم تاکید وشو. په پای کې د زده ‌کوونکو يو شمېر ستونزې هم واورېدل شوې، ياد هیئت د خوست ولايت د قبايلو لېسې ښوونېز بهیر مثبت ارزيابي کړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ښوونیز چاپېریال د لا ښه‌ والي په موخه به لازم اقدامات هم تر سره شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu