په ننګرهار ولايت کې د څلور کلنې شخړې حل

taqi_admin
Mon, Jul 07 2025 3:26 PM
شخړه

 

دوشنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت کوز کنړ ولسوالۍ په برکاشکوټ سیمه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ د میراث پر سر راپورته شوې څلور کلنه شخړه په سوله ییز ډول حل او فصل شوه.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئیس الحافظ رحمت ‌الله غازي عمر په مشرۍ د سیمه ‌ييزو علماوو، مشرانو او د دواړو لوريو د استازو په ګډون د يوې غونډه په ترڅ کې لومړی د ښکېلو غاړو ترمنځ د ميراث پر سر د اختلاف موضوع وڅېړل شوه او بيا د دیني لارښوونو پر بنسټ حق حقدار ته وسپارل شو، چې په همدې سره يي ياده څلور کلنه دښمني هواره او سوله ييز ژوند يې پيل کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ هم د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نږدې ۳۰ کلنه شخړه، چې له امله يې دوه تنه  وژل شوي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د مشرانو د هلو ځلو په پايله کې د يوې غونډې پرمهال حل شوه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu