د ميدان وردګو او باميان ولايتونو لپاره د شخړو د حل په برخه کې د ټاکل شوي کمېسیون له غړو سره کتنه

taqi_admin
Tue, Jun 17 2025 3:53 PM
د ميدان وردګو او باميان ولايتونو لپاره د شخړو د حل په برخه کې د ټاکل شوي کمېسیون له غړو سره کتنه

سه شنبه ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن له غرمې مخکې په میدان وردګ او باميان ولايتونو کې.د شخړو د حل په موخه د ټاکل شوي کېيسیون له مشر او غړو سره په دا سې حال کې وکتل ، چې د یاد وزارت د کوچیانو چارو د سمون عمومي رئیس الحاج ملا محمد بصر صاحب زاده او د کوچیانو د اقتصادي خدماتو او څړځایونو رئیس مفتي لعل محمد منیب هم حضور درلود.په دې کتنه کې د یادو ولایتونو لپاره دجوړ شوي کمېسیون غړو د اسلامي امارت له لوري دخلکو تر منځ د یووالي په اړه د هڅو ستاینه وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل چې دقومي ستونزو د حل، د خلکو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو په برخه کې ورسپارل شوی مسؤلیت په پوره صداقت او ژمنتیا سره تر سره کوي.ښاغلي احمد د راغلو مشرانو هرکلی وکړ، هغوی یې خپلو مسؤلیتونو لا ډېر وهڅول او ویې ویل، چې په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې دې د هرې ولسي، لویې او کوچنۍ ستونزې پرمهال باید د ولایت له اړوندو ادارو همغږي وساتي څو یې ستونزې ژر او د تفاهم له لارې هوارې شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu