لغمان کې د ۲۲ کلنې او ۱۷ کلنې شخړې تر څنګ بلخ کې هم ۳ کلنه شخړه حل شوه

taqi_admin
Sat, Jun 14 2025 12:58 PM
لغمان کې د ۲۲ کلنې او ۱۷ کلنې شخړې تر څنګ بلخ کې هم ۳ کلنه شخړه حل شوه

شنبه ۱۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ په ميل دره سیمه کې د يوې کورنې د څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې ۲۲ کلنه لانجه او د همدې ولايت د مرکز اړوند چهاردهي سيمه کې د يوه کس د وژنې پر سر رامنځته شوې ۱۷ کلنه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای وموند.

په ورته مهال د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي سپين ږيرو او علماوو په منځګړيتوب په ياد ولايت کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ د کورني جنجالونو له امله راپورته شوې ۳ کلنه شخړه هواره او دواړه خواوې يې سره پخلا کړې.

د يادو شويو شخړو پرمهال ښکېلو طرفونو ته لوی مالي زيانونه هم اوښتي وو، چې مسؤلينو د خپلو هلو ځلو په نتيجه کې دې ته راضي کړل ترڅو يو بل ته بښنه وکړي او د ورورولۍ فضاء رامنځته کړي، چې په همدې توګه يې تېرې ناخوالې هېرې کړې او نوی د خوښۍ ژوند يې پيل کړ

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu