د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې  ۷ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
Wed, Dec 11 2024 9:47 AM
شخړه

 

سشنبه ۱۴۴۶/۶/٨

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست په مشرۍ، د قومي سپين ږيرو او علماوو په دوامداره همکارۍ په دره نور ولسوالۍ کې د ځمکې پر ملکيت د دوو کلیو تر منځ هغه ۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده، چې له دواړو خواوو پکې دوه تنه وژل شوي او دوه نور پکې ټپيان شوي هم وو.

د دغې روغې جوړې پر مهال علماوو اومسؤلينو ښکېلو خواوو ته لومړی د سولې او عفوې تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې اوبيا يې له هغوی وغوښتل چې، د دښمنۍ او نفاق پر ځای ګډ او سولييز ژوند ته مخه کړي، چې په همدې موخه يې ترمنځ د خير فيصله وشوه، چې په همدې سره يې ياده ۷ کلنه دښمني هم پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې ۳۰ کلنه دښمني د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو لخوا هواره شوه، چې څلورو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu