په لوګر ولایت کې ولسونو ته د پراختیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه کمېټه جوړه شوه

khoram2_admin
Thu, Dec 05 2024 9:36 AM
کمیټه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي ته د یوه پلاوي په مشري دنده سپارل شوې وه، ترڅو په لوګر ولایت کې د مرستیال والي په مشري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کمېټه جوړه کړي.

په دې موخه یاد پلاوي چې د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محمد نادر سنګین، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي او نور مسؤلینو هم پکې ګډون درلود، تېره ورځ لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت له مرستیال والي او د اړوند ادارو له رئیسانو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ یادې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د لرې پرتو او له خدمتونو بې برخو سیمو لومړنۍ ستونزې له نږدې وګوري او په دې اړه له پوره جزیاتو وروسته راپور یادې مرکزي کمېټې سره شریک کړي تر څو د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې یادو ولسونو ته د سرکونو، روغتیا، اوبو، انرژۍ، مخابراتو او ښوونې روزنې په برخو کې کارونه پیل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu