په کندوز ولایت کې ۱۰ کلنه بدي په ورورۍ بدله شوه

khoram2_admin
Wed, Nov 06 2024 7:37 AM
شخړه

سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۳

د کندوز ولایت د مرکز په جرګذر ناصري کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه خپلمنځي بدي چې په زیاتو مالي زیانونو سربېره له دواړو خواوو څخه پکې ۴ تنه هم وژل شوي وو تېره ورځ د یوې پراخې ولسي ناستې په ترڅ کې په ورورۍ بدله شوه.

د دغې بدۍ د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مفتي شفیع الله ثاقب په مشري یو پلاوی چې د دغه وزارت د شخړو د حل سلاکار مولوي محمدآجان رهبر هم پکې شامل و، له ولایتي مسؤلینو، قومي مشرانو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احسان الله ثاقب سره په ګډه یادې شخړې ته د پای ټکی کېښود.

د دغې شخړې د حل پر مهال مسؤلینو د قومي مشرانو او سیمه ییزو متنفذینو په همکاري په بدۍ کې له ښکېلو لوریو سره ناستې وکړې، د اسلامي شریعت پر بناء یې د دوښمنیو بدې پایلې روښانه کړې او د دودیزو مرکو له لارې یې د دوی تر منځ د خیر پرېکړه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu