په ننګرهار، لغمان او هرات ولایتونو کې د لسګونو کلونو پاتې شخړې حل شوې

khoram_admin
Sun, Oct 06 2024 8:59 AM
شخړې

شنبه ۱/۴/۱۴۴۶

د ننګرهار ولايت په لنډه بوچ سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ هغه نهه کلنه دښمني هواره شوه، چې يو کس پکې وژل شوی و. د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشرۍ، د مرستيال والي، علماوو شورا رئيس او قومي مشرانو په هلو ځلو دغه اوږده شخړه هواره شوه او دواړو طرفونو د ورورولۍ ژوند پيل کړ. دوی د ا.ا.ا له مشرانو او قومي سپین ږیرو مننه وکړه چې په خپله عادلانه فيصله يې د ښمني په دوستۍ بدله کړه.

همدا رنګه د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو تر منځ هغه شپږ کلنه شخړه هواره شو، چې له يوه لوري پکې يو کس خپل ژوند له لاسه ور کړی و. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په مشرۍ د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په ګډو همکاريو د جرګې د عادلانه پريکړې پر اساس دغه  شخړه حل شوه او ښکېل اړخونه د ورورۍ په ټغر سره راټول شول. ښکېلو لورو په خپله تېره دښمنۍ پښېماني وښوده، يو بل ته يې بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د یو بل په وړاندې خنډونه نه ایجادوي.

په ورته مهال د هرات ولايت په غور درواز سيمه کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شخړه پاي ته ورسيده، چې درې تنه پکې وژل شوي وو. د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په همغږي د ولايتي مسؤلينو، ولسي مشرانو، ديني عالمانو او سلګونه ګډونوالو په شتون کې د دواړو طرفونو ترمنځ د خير فيصله وشوه، چې دښمني يې په دوستۍ بدله او سره غاړه غړۍ شول.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ هڅه کوي، چې په ټول هيواد کې ولسونه متحد کړي، شخړې له منځه يوسي او خلک ارام او هوسا ژوند ته راوبولي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu