د کوچیانو او هزاره قوم د ګډ کمیسیون له غړو سره کتنه

khoram_admin
Sat, May 04 2024 9:57 AM
ناسته

۱۴۴۵/۱۰/۲۳

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په میدان وردګو ولایت کې د هزاره او کوچیانو د شخړو د حل کمیسیون له غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 

د کتنې په پیل کې د کمیسیون یوه غړي د خپلو لاسته راوړنو او کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل، په یاده برخه کې یې ځینې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او په دغو برخو کې د هراړخیزه همکاریو غوښتونکی شو. 

ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد د دوی په راتګ خوښي څرګنده کړه، د دوی لاسته راوړنې یې وستایلې او ویې ویل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو قومونو ګډ کور دی. هغه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د قانون او اسلامي اصولو په چوکاټ کې د دوی هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu