په دې هیواد کې مېشت هر قوم زموږ د بدن د اعضاوو حیثیت لري

mobta_admin
Thu, Aug 17 2023 8:00 PM
mobta

۳۰/۱/۱۴۴۵

په ننګرهار ولایت کې د کوچیانو د ملاخیلو، خدرخېلو او نورو قومونو مشرانو او استازو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري او د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس مولوي ګل زرین کوچي سره د یاد وزارت د ملاقاتونو په تالار کې وکتل. راغلیو مشرانو یادې ناستې ته وویل چې دوی د اسلامي نظام په بریا او قائمولو کې ډېرې قربانۍ ورکړې او د داسي حکومت راتلل د ټولو افغانانو یوه هیله وه. دوی غونډې ته د غوښتنو په ترڅ کې وویل چې د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو او ولسوالیو کې د کوچیانو د ځمکو په اړه د ښاروالي له لوري د کوچي مېشتو ځمکو د بندیز او د څړځایونو د تثبیت په اړه دي بیا کتنه او غور وشي. غونډې ته د خبرو پر مهال سرپرست وزیر ښاغلي نوري د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د افغانستان خلک د پرلپسې جګړې او انقلابونو له وجهې ډېر ستومانه شوي دي او د اسلامي نظام په حاکمولو کې د دوی سرښندنې د ستاینې وړ دي. هغه همدارنګه وویل چې په دې هیواد کې پروت هر قشر زموږ د بدن اعضاوو حیثتیت لري او موږ به یې د مشکلاتو د هواري لپاره پوره هڅه کوو. ښاغلي نوري کوچي مشرانو د ډاډ ورکولو په ډول وویل: په دې نظام کې د هیڅ چا حق نه خوړل کېږي او ستاسې د ستونزو د حل په موخه به موږ پوره غور او کوښښ کوو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu