د نورستان او کابل ولایت له قومي مشرانو او استازو سره لیدنه

mobta_admin
Mon, Aug 14 2023 8:19 PM
mobta

۲۷/۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري په دوو جلا جلا ناستو کې د نورستان ولایت له قومي مشرانو او د کابل ولایت د اهل تشیع له دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د نورستان ولایت څخه راغلیو مشرانو له سرپرست وزیر څخه د مننې کولو تر څنګ وویل چې د نورستان ولایت لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د لویو لارو د نشتون له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او ناروغان یې مخکې له دې چې د کوم ولایت مرکز ته ورسېږي سا ورکوي. ښاغلي نوري د دوی د غوښتنو په ځواب کې وویل چې دوی یادې سیمې او ولسوالۍ تېر کال د خپل کاري سفر په ترڅ کې لیدلې او د یادو خلکو همدا غوښتنې یې تر سکتوري وزارتونو او د رئیس الوزراءء تر مقامه په لیکلې بڼه رسولې دي. هغه هیله وښوده چې یادو ستونزو ته به رسیدګي وشي او د هیواد ملي پارک به له سهولتونو څخه برخمن شي. د کابل ولایت د اهل تشیع دیني عالمانو له ښاغلي نوري سره په بله ناسته کې د هغه زحتمونه او ستړیاوې وستایلې او زیاته یې کړه چې دوی د کابل په غربي برخه کې د یوې بانفوسه سیمې مشران دي چې د اهل تشیع د ټولو مېشتو ولایتونو استازي پکې موجود دي. دوی د اسلامي نظام له قائمېدلو څخه خوښي وښوده او له سرپرست وزیر څخه یې د قومي شورا ګانو په هکله د معلوماتو غوښتنه وکړه. سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري وویل: ستاسې په لیدلو خوشحاله یم، الحمدلله خدای تعالی (ج) داسي یو نظام راکړی امنیت مو تأمین دی، ملي یووالی ده، د هیڅ چا حقوق نه ضایع کېږي، تعصب او تبعیض نشته عدالت تأمین دی. هغه د اسلامي نظام په راوستلو کې د اهل تشیع له ملاتړ او ستړیاوو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: دا د ټولو افغانانو خپل نظام دی او هر افغان په دې خاوره کې مساوي حقوق لري. هغه د شوراګانو په هکله وویل: په ټول افغانستان کې ۲۳۳ شوراګانې جوړې شوې دي کله چې کړنلاره ورته جوړه شي کارونه به یې پیل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu