د ترانسپورت نوی عمومي مدیر په دنده وګمارل شو

mobta-af
Wed, Jun 14 2023 2:29 PM
Mobta

مولوي عبدالغفور صابح د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د حکم پر اساس نن د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د ترانسپورت د عمومي مدیر په توګه وټاکل شو.

په دغو مراسمو کې د وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي، د تدارکاتو رئیس مولوي سید امین اغا، د سرحدي تخطیو دکشف رئیس مولوي نصیراحمد منصور، له ولایتونو سره د اړیکو آمر مولوي عبدالوارث اخندزاده او نورو کارکوونکو ګډون کړی وو.

Mobta

په پیل کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي تیلوي د نوموړي د مقررۍ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ترانسپورت عمومي مدیریت د وزارت له ډېرو مهمو مدیریتونو څخه دی او نوی ټاکل شوی مدیر ورته د امانتدارۍ او اهلیت په اساس ټاکل شوی. نوموړي همدا راز وویل: دنده امتیاز نه بلکې یو لوی مسؤلیت دی او زه باوري یم چې ښاغلی صابح به یې پوره صداقت سرته رسوي.

وروسته د تدارکاتو رئیس ښاغلي سید امین اغا تغیر او تبدیل د ادارتو یو اصل وباله او یاد مدیریت یې د وزارت د لوجستکي چارو د چټکتیا او سمبالښت یوه مهمه برخه یاده کړه. هغه له نورو کارکوونکو څخه وغوښتل چې په اصولي او قانوني کړنو کې یو له بل سره په پوره همغږي خپل کارونه مخ ته یوسي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu