د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست د غزني له والي سره وکتل

mobta-af
Fri, May 19 2023 9:34 PM
mobta

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري د وزارت د اقتصاد او علفچرونو رئیس مولوي لعل محمد منیب او د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا ناصر اخند د غزني ولایت له والي الحاج حافظ محمد امین عمري سره د دې ولایت د مېلمستون په انګړ کې په داسې حال کې وکتل چې د دې ولایت مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس مولوي محمد اسحق ادریس هم حضور درلود. لومړی ښاغلي عمري مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري په دې ولایت کې د کوچیانو او ده نشینو د ځینو ستونزو په اړه له ښاغلي عمري سره خبرې وکړې، ښاغلي نوري د دې سفر موخه د يادو منازعاتو د حل په هدف له ښکېلو خواو او ځايي مسؤلينو سره د همغږي رامنځته کول ياد کړل. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ښاغلي نوري او د منازعاتو د حل کمېسیون دې ولایت ته د شخړو د حل په موخه سفر تر سره کړی و.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu