د فارياب ولايت د سرحدي ولسواليو له قومي مشرانو او مخورو سره ناسته!

mobta-af
Mon, Oct 03 2022 9:02 AM
Mobta

١٤٤٤د ربيع الاول٧مه

د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس محترم مولوي مير صارم د قيصار، دولت اباد او غورماچ سرحدي ولسواليو له قومي مشرانو اومخورو سره د يو لړ  سرحدي ستونزو په موخه گډه  ناسته تر سره کړه.

Mobta

په پيل کې د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئیس ښاغلي مولوي مير صارم په خپلو خبرو کې وویل، خوښ يم چې د قيصار، دولت اباد او غورماج ولسواليو له باتورو او مجاهدو ولسونو سره ګورم او دوی په يادو ولسواليو کې له گاونډیو هېوادونو سره په کډه د سرحدونو (پولو ) په ساتلو کې ښه رول او ونډه لوبولي، نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل دا چې الله تعالی موږ ته خپلواک اسلامي نظام را په برخه کړی اوس موږ ته په کار ده لکه څنګه چې د خپل اسلامي نظام ملاتړ او ساتنه کوو همداسې د گډو سرحدونو په دفاع کې هم خپل مسؤلیتونه په صداقت اوایمانداري سره تر سره کړو.

په پاي کې د يادو ولسواليو قومي مشرانو او مخور په خپلو خبرو کې له خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د سرحدونو د ساتلو او صفري نقطو د ټینکښت په برخه کې به تل د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ یو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu