له اسلامي نظام څخه د ملاتړ غونډه

mobta-af
Sat, Sep 24 2022 8:30 AM
Mobta

 

١٤٤٤قمري کال د صفرالمظفر۲۸

د غزني ولایت د بېلابېلو سیمو کوچي قومي مشرانو، علمای کرامو د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه له خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ څرګند کړ.

په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچيانو چارو د سمون عمومي رئيس ښاغلي گل زرين کوچي ، د ميدان وردگو والي ښاغلي ملا امين جان عمري، د ده يک ولسوالۍ امنيه قومندا ښاغلي مولوي عبدالله پيروز او دغزني د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو  رئیس مولوي محمد ادريس هم ګډون کړی و.

Mobta

په پیل کې د عظیم الشان قران څو مبارک ایتونه تلاوت شول

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچيانو چارو د سمون  عمومي رئيس ښاغلي مولوي گل زرين کوچي په خپله وینا کې وویل چې په اسلامي چوکاټ کې د نظام جوړه ول د الله (ج) امر دی او باید چې ټول قومونه د اسلامي نظام د استحکام لپاره هڅې وکړي او د داسي نظام په راوستو کې له قومي جوړښتونو څخه ګټه پورته کړي.

همداراز په دې غونډه کې د غزني ولايت د بیلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو په استازولۍ لومړی څو تنو ویناوالو ښاغلي گل زرين کوچي ته ښه راغلاست ووایه او اسلامي امارت يې خپل نظام وباله.

 دسرحدونو،قومونو او قبايلو چارو وزارت دکوچیانو چارو د سمون عمومي ریاست لخوا دغزنی ولایت دکوچی قومي مشرانو ، مخور، علماؤ اومطرح شخصیتونو ته د قران کريم نسخې او څو جلده د تعليم الاسلام کتابونه هم  ووېشل سول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu