د هلمند ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو په ریاست کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه!

mobta-af
Tue, Sep 20 2022 10:29 AM
Mobta

۲۶/۶/۱۴۴۴نېټه

د هلمند ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په ریاست کې د یونیسف او د صحت عامې ریاست په همکارۍ د هلمند ولایت د لسګونو قومي شوراګانو د استازو، دیني علماو او قومي مشرانو  سره د پولیو په اړه د عامه پوهاوي تر نامه لاندې یوه لویه غونډه تر سره شوه.

Mobta

د غونډې په پیل کې د هلمند ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس (حماد) مولوي او یو تن ډاکټر په خپل وار سره هر اړخیزه وینا وکړه او د پولیو په اړه یې موضوع لا ښه روښانه کړه، همدا راز د غونډې په جریان کې د مختلفو شوراګانو استازو، قومي مشرانو او دیني علماو هم ویناوې وکړې او د همکاري ډاډ یې وښود.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې هم د همدې ریاستونو تر چتر لاندې د پولیو د عامه پوهاوي په اړه غونډې تر سره شوې وې چې خلکو ته یې تر ډېره بریده ګټه رسېدلې وه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu