د کابل،باميان، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د راغليو يو شمېر متنفذينو او علماؤ ستونزې او نظرونه واوريدل شول.

mobta-af
Tue, Jun 07 2022 9:22 AM
Mobta

۱۴۰۱/۱/۳/۱۵

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست ملا نورالله نوري چي باميان ولايت ته د يو لوړپوړي هيئت په ملتيا په رسمي سفر تللی وو مختلفو ولايتونو څخه راغليو مشرانو او علماوو سره وکتل او د دوئ راوړې ستونزې يې نوټ او انديښنې يې ور ځواب کړې.

دا متنفذين او مشران چي د قاري سيد بلال هاشمي په مشري باميان ولايت ته راغلي وو د کابل څخه راغلي لوړ رتبه هيئت ته يې خپل يو لړ ستونزې او په ځينو برخو کې رغنده مشورې او وړانديزونه په ليکلي توګه شريک کړل.

Mobta

د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي رحمت الله نجيب مشرانو ته په وينا کي وويل چي اسلامي امارت د ټولو قومونو او پرګنو ګډ نظام دی موږ د هر هغه خوځښت همکاري کوو چي د دين او هيواد د خدمت او پرمختګ ته ګټور وي.

په وينا يې ټولې ګټورې مشورې او وړانديزونه دوئ اوري او تقديروي يې.

د ښاغلي نوري پخپلو خبرو کي وويل: د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت په خپل چوکاټ کي د هيواد په کچه له ټولو قومونو او با نفوذه شخصيتونو سره د ليدنو کتنو او ناستو منظمې برنامې لري چي تل  د اسلامي امارت او خلکو تر منځ د ارتباطي پول په حيث ثابت شوی.

نوموړي زياته کړه چې ستاسو ستونزې او مشورې مو واوريدلې او په اړه به يې ضرور غور کيږي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu