د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند سيمې چې د تاجکستان هیواد سره ګډه پوله لري هر اړخیزه لیدنه او بررسي ترسره شوه !

mobta-af
Thu, May 19 2022 9:29 AM
Mobta

نېټه :۱۶/۱۰/۱۴۴۳ .

دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري استول شوي رسمي پلاوي چې مشري یې د سرحدونو د څارنې معین مولوي احمد طه قادري کوله دسې شنبې په ورځ له غرمې مخکې  د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند سرحدي پوله بررسي او کوردیناټ کړه.

ددې بررسي  پر مهال لومړی یاد پلاوي د امام صیب له مرستیال کمیسارمولوي عبدالرحمن سره ناسته تر سره کړه ،او د یاد بندر له لارې د تېرېدونکو مسافرو او ترانزیټي اموالو د لېږد لپاره د ښو سهولتونو په برابرولو بحث وشو.

Mobta

همدا شان مولوي صاحب احمد طه قادري  د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت د سرحدونو څارنې معین او ښاغلی غلام نبي صافی د سرحدونو د څارنې ریاست مرستیال او ور سره مل پلاوي دسې شنبې ورځې تر غرمې وروسته د کندز ولایت د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست له رئيس او کارکوونکو سره وکتل.

 په سر کې ښاغلي د یاد ریاست رئیس احسان الله ثاقب دوزارت رسمي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک خپل کاري راپور  قادري صاحب ته وړاندې کړ.

دسرحدونو د څارنې معین د خاورې،  ارضي تمامیت او خلکو ته خدمت کول ایماني او وجداني دنده وبلله او د سرحدونو،قومونو او قبایلو چار ریاست کارکوونکو ته یی سپارښتنه وکړ ه چې د هیواد، خپلواکي او د اسلام مبارک دین ته دې خدمت کول خپل عادت وګرځوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu