د هرات اړوندو سيمو کې له ۱۳۹ کیلومټره پولې څخه لېدنه او ارزونه وشوه

mobta-af
Tue, Feb 22 2022 2:03 AM
Mobta

۱۴۴۳ کال ۲۰ نېټه

هرات ولایت ته د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري لېږل شوي پلاوي شاوخوا دوه ورځې د دغه ولایت د کوهستان او غوریان په ولسوالیو کې د ۱۳۹ کیلومټره پولې څخه لېدنه او ارزونه وکړه.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي لومړی د اسلام‌قلعه له سرحدي کمیسار مولوي حضرت‌الله زعیم سره  لېدنه وکړه او د یاد بندر له لارې د تېرېدونکو مسافرو او ټرانزیتي توکو د لېږد په برخه کې د ښو اسانتیاو د برابرولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

له دې پولې څخه د لېدنې پر مهال، د هرات ولایت د سرحدونو،قومونو او قبايلو چارو رئیس، د هرات والي ځانګړي استازي، د استخباراتو، سرحدي پولیسو، کانونو او پټرولیم استازو  او د اسلام‌قلعه کمیسار هم د سرحدونو او قبایلو چاو وزارت پلاوي ملتیا کوله.

mobta

په دغه سفر کې د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت د جرګو د همغږۍ رئیس مولوي محمد اسماعیل غزنوي ۱۴۴۳/۷/۱۹ مه نېټه د تور غونډۍ بندر له مرستیال کمیسار سره هم په یاد بندر کې د لا نورو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

دغه‌راز، ښاغلي غزنوي په تورغونډۍ بندر کې د مېشتو قومونو له سپین ږیرو او قومي مشرانو سره هم لېدنه وکړه او له نږدې څخه یې د هغوی ستونزې واورېدلې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu