د یوناما د سیاسي چارو مسؤلې مـیچـیکـو سوزکي او ورسره مل دری کسیـز پلاوي د پکتیکا ولایـت د سرحـدونـو او قبایلو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه

mobta-af
Thu, Feb 10 2022 11:06 PM
mob

د یوناما د سیاسي چارو مسؤلې مـیچـیکـو سوزکي او ورسره مل دری کسیـز پلاوي د پکتیکا ولایـت د سرحـدونـو او قبایلو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه او د ریاست د رئیس له قایم مقام نـوري (منصور) د ریاست مالي او حسابـي چارو مدیر محمدرفیق (تسل)اجرائیه مدیرحیات الله(حقیار)د شکین ولسوالې د قبایلو مدیر مولوي ذاکرالله او یوشمیر نوروکارمندانوسره لیدنه وکړه چې په یاده لیدنه کې میرمن سوزکي د یوناما موخې او پلانونه په لنډ ډول بیان  کړل.

ورپسې د سرحدونواو قبایلو چارو ریاست  د رئیس قایم مقام نوري (منصور) یاد پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د سرحدونواو قبایلو چارو ریاست اړونـد ټولې لاسته راوړنې، ستونزي، ننګونې، مسولیتــونـه او صلاحیـتـونـه یـې پـه تفصیل سره بیان کړل او همدا رنګه یې د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالیو کې چې په تیر کې ورته ډیره توجه نه ده شوې د ښوونې روزنې،روغتیا،کرهڼې او مالدارۍ،بیا رغونې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه تر څو په یادو ولسوالیو کې پرمختګونه رامنځ ته شي.

میرمن سوزکي ډاډ ورکړ چې ستاسو غوښتنې به تر خپلو لوړ پوړو چارواکو او اړوند مرجعو پوري رسوي او د حل لار به ورته لټوي او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu