*نن تر غرمې مخکې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست وزير سره د HDC مؤسسې د پنځو هيوادونو مسؤل ښاغلي (کلنسي روډي فورت) او په افغانستان کې د يادې مؤسسې ددفتر رئيس ښاغلي ډاکټر سفير احمدي وکتل.*

mobta-af
Thu, Jan 20 2022 11:46 PM
m

1443/6/17 پنجشنبه

د بشري همکاريو د بحثونو مرکز يا Hamanitarian ) (dialogue center د پنځو هيوادونو مسؤل ښاغلی کلنسي روډي فورت، په افغانستان کې د ياد مرکز ددفتر رئيس ښاغلی ډاکټر سفير احمدي او مرستيال يې محترم ډاکټر محمد نبي

نن تر غرمې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو له سرپرست وزير محترم ملا نورالله نوري صاحب سره د وزارت مقام په دفتر کي وکتل.

ښاغلي فورت د وزير صاحب څخه مننه وکړه چي د ملاقات وخت يې ورکړ او زياته يې کړه چي ددوئ مؤسسه هڅه او هاند کوي چي د افغانستان خلکو ته په روغتيايي، غذائي او اقتصادي برخه کي د نړيوالو مرستې راجلب کړي او د افغانانو شته ستونزې او مشکلات تر نړيوالو ورسوي.

نوموړي وويل چي موږ د افغانستان له بيلابيلو برخو څخه ليدنه کړې، خلګ مو غږولي او له مختلفو لوړ پوړو چارواکو سره مو ملاقاتونه شوي د اسلامي امارت په راتګ سره مثالي او بېساري امنيت راغلی خلګ هيله من دي چي نوی حکومت به اقتصادي ستونزې هم هواري کړي.

ښاغلي فورت وويل چي امريکايانو د اسلامي امارت په وړاندي پراخ تبليغاتي جنګ د رسنيو په مټ سرته رسولی چي په لويديز کي يې خلګو ته د طالبانو په اړه منفي تصوير ورکړی خو وروستيو تحولاتو او له اسلامي امارت سره د امريکا مذاکراتو او توافقنامې لاسليکولو دغه ذهنيت کمزوری کړی اوس ډيری هيوادونه دې پايلې ته رسيدلي چي ممکنه ده له اسلامي امارت سره يو ښه تعامل ولري.

m

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي (کلنسي روډي فورت) او ملګرو ته يې ښه راغلاست ووايه او د يادې مؤسسې هڅې يې وستايلې او زياته يې کړه چي د افغانستان اسلامي امارت له ټولې نړۍ د ښو او سالمو روابط غوښتونکي دي.

ښاغلي نوري همدا راز د هيواد پر وروستي وضعيت رڼا واچوله او ويې ويل چي موږ غواړو له نړۍ سره سياسي، تجارتي، اقتصادي او اجتماعي روابط غښتلي کړو.په پاي کي يې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له اړخه پيغام ورکړ چي د HDC له لارې يې تر نړيوالو خيريه سازمانونو ورسوي، ښاغلي نوري وويل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نظام او خلګو تر منځ د وصل او پيوستون نقطه ده، له ټولو قومونو او قبايلو سره مستقيمې اړيکې لري او ياد وزارت په ډيره ښه توګه کولاي شي چي سرحدي ليري پرتو سيمو کي له ميشتو قومونو سره د روغتيا، خوړو او لومړنيو خدماتو په رسولو کي مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چي ښاغلي کلنسي روډي فورت د مرستو او همکاريو د جلب په صورت کي د بيا ځلې ليدنو کتونو هيله څرګنده کړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu