د کندهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست لخوا د پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځ ولمانځل شوه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۳:۱۲
mobta

دغه څرګندوني د شنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د پښتنو او بلوڅو قومونو د پیوستون د ورځي په لمانځغونډه کي وکړې، چي پرمهال يې د ولايتي شورا وکيل، د بلوڅو د قوم مشر معلم نصرالله بلوڅ، د زابل ولايت د بلوڅو د شورا رئيس ډاکټر عصمت الله، د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو، د پښتنو او بلوڅو د قومونو مشرانو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په غونډه کي د ولايت مقام مرستيال د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځي مبارکي دواړو قومونو ته وويل او زياته يې کړه، چي د سنبلې ۹ د ۱۳۲۸.ل. کال راپدې خوا د دواړو قومونو د يووالي او پيوستون د ورځي په نوم نومول سوې، چي هر کال په ټول هيواد کي په شاندارو مراسمو سره لمانځل کېږي. ښاغلي منيب وويل، چي پښتانه او بلوڅ دواړه قومونه په خپلو منځونو کي فرهنګي، سياسي، اجتماعي او مذهبي اړيکي لري، چي په خبره يې تاريخي سير يې تر پېړيو رسېږي او د دې قومونو ترمنځ هيڅ قوت د بې اتفاقۍ درز نه شي اچولای
نوموړي وويل، چي د تاريخ په اوږدو کي د پښتون او بلوڅ قومونو سختي قربانۍ ورکړي، برحقه مبارزه يې کړې او د خپل هيواد د خپلواکۍ په موخه يې په پوره يووالي سره دښمن په څپېړه وهلی او ځپلی دی. د ولايت مقام مرستيال د خپلو خبرو پرمهال د پښتنو او بلوڅو له قومونو څخه غوښتنه وکړه، چي د خپلو ګډو مشترکاتو د ساتلو په موخه په خپل منځ کي متحد سي، تر څو د نړۍ د پرمختللو قومونو غوندي ارام او هوسا ژوند ولري.
په ورته وخت کي د بلوڅو د قوم مشر معلم نصرالله بلوڅ هم د خپلي وينا پرمهال دواړو قومونو ته د دوې د ورځي له امله مبارکي وویله او زياته يې کړه، چي دواړه قومونه په خپلو کي پراخي تاريخي، مذهبي، کلتوري او ټولنيزي اړيکي لري، چي په خبره يې دوی هېڅکله دښمن ته اجازه نه ورکوي، چي د دوئ ترمنځ بېلوالی راولي.
په غونډه کي د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا او يو شمېر نورو ګډونوالو هم د پښتنو او بلوڅو قومونو ته د دوی د ورځي مبارکۍ وويلې او يو په بل پسي يې د دواړو قومونو پر تاريخي اړيکو مفصلي ويناوي وکړې.
د غونډي په وروستيو کي د دواړو قومونو د ځوانانو لخوا ملي اتڼ هم اجرا شو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu