بدخشان کې د پامير لېسې د کمپليکس ودانیزو چارو د څرنګوالي په اړه غونډه

taqi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۴۸
بدخشان کې د پامير لېسې د کمپليکس ودانیزو چارو د څرنګوالي په اړه غونډه

یک شنبه ٢٥ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري ټاکل شوي پلاوي او د قرغيزستان هيواد سفير صديقوف کاردقون او ورسره مل هیئت بدخشان ولايت کې د پامیر لېسې کمپلکس جوړولو په موخه سفر کړی او هلته یې د بدخشان له والي الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي سره د کتنې پرمهال د یادې لېسې د رغنیزو چارو په هکله د یوې ناستې په ترڅ کې خبرې کړي. 

په دغه ناسته کې د قرغیزستان سفیر ښاغلي کاردقون د خپل هیواد د ولسمشر نېکې هیلې او درناوی څرګند کړ، ويې ويل، چې د ولسمشر په ځانګړي حکم یې بدخشان ولایت ته له تخنیکي پلاوي سره یوځای سفر کړی، ترڅو د پامیر لېسې جوړولو په اړه له اړوندو مسؤلينو سره سلامشورې وکړې.

قرغیستاني پلاوي د پامیرلېسې د کمپلکس په جوړولو کې همکاري او ملاتړ د خپل هیواد حسن نیت، د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا او د ښه ګاونډیتوب یوه ښکاره بېلګه وبلله. 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري لېږل شوي پلاوي د بدخشان ولایت د اړوند ادارو د تخنیکي استازو په ملتیا له یاد هیئت سره مشورتي ناسته وکړه او د یاد کمپلکس د جوړېدلو سیمه یې له نږدې وکتله چې ستندردونو ته په کتو به یې عملي چاري په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

هېره دي نه وي، له فتحې وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته سفر وکړ، د یادو ولسونو لومړنۍ ستونزې یې په نښه کړې او له اړوند وزارتونو سره په همغږي یې یادو ستونزو ته رسېدنه وکړه، چې په دغه لړ کې، یادو ولسونو ته د پېژندپاڼو وېش، د مخابراتي شبکو فعالېدل، د پامیر سرک رغول، د پامیر ولسوالۍ منظورېدل، د پامیر لېسې ایجاد او د ځینو نورو پروژو تظبیق، د یادونې وړ دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

خوست کې د ۱۶۰ کالو اوږدمهاله مرګوني دښمني پای ته ورسېده

شنبه ۱ ذوالقعده الحرام  ۱۴۴۷

په خوست ولایت کې دغه مرګونې دښمني، چې شاوخوا ۱۶۰ کاله یې دوام کړی و او د تېرې یوې نیمې پېړۍ په اوږدو کې له دواړو لوريو دوه دوه تنه پکې وژل شوي وو د ياد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۳۶
Background image

((موږ ته دا معلومه شوه، چې اسلامي امارت پرموږ حکومت نه بلکې زموږ خدمت کوي))

جمعه ٣٠ شوال ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په سرپل ولایت کې له ولسي استازو، مخورو سپين ږيرو او علماوو سره د غونډې پرمهال په خپلو څرګندونو کې وویل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴
Background image

خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای

چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د خوست ولایت د باک ولسوالي په شمل خېلو سيمه کې د یوې اوږدمهاله شاوخوا اویا کلنې دښمنۍ روغه جوړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست. . .

BACK TO NEWS

User account menu