له اړیکو دفتر مؤسیسې سره د ګډ کار کولو هوکړه وشوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۲:۱۴
خبر

۱۴/۹/۱۴۴۵ هـ ل

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د اقتصاد وزارت له لوري وزارت ته د را پېژندل شوې (د اړیکو دفتر مؤسیسې) له مشر انجنیر عبدالرحیم خُرم او راغلي هیئت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پرمهال یې د وزارت د پلان او پالیسي رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د معلوماتي تکنالوژي رئیس قاري عبد المتین رحیمزي، د وزارت ځینو کارکوونکو او د اړیکو مؤسیسې راغلي پلاوي هم ګډون کړی وو.
 
د ناستې پرمهال د یادې مؤسیسې مشر ښاغلي خُرم د یاد وزارت، قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته د جرګو او مرکو له لارې د ولسي شخړو د حل او په پنځو ولایاتو کې د ځینو پروژو د عملي کولو ژمنه وکړه او له دغه وزارت سره یې د یو ځای کار کولو هوکړه وکړه.

په پای کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد د دغې مؤسیسې له اقدام څخه قدرداني وکړ ویې ویل: دا ډېر کړېدلی ولس دی، څوک چې په اخلاص سره د دې ولس د هوساینې لپاره کار کوي، موږ یې ستایو او په چارو کې اوږه په اوږه ورسره ولاړ یو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu