« په اسلام کې د قوم په نوم تبعيض، دښمنۍ او ډلبازۍ مردودې دي» (ديني عالم)

mobta_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۲۰:۶
Mobta

سه شنبه۴ربیع الاول۱۴۴۵

په کندز ولایت کې د قومونو تر منځ د يووالي ترعنوان لاندې غونډه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي الحاج ملانورالله نوري، د جرگو او قبايلو چارو د همغږۍ معين ښاغلي ملا عبدالخالق عابد او مل پلاوي له خوا د دغه ولايت د سلګونه ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په ګډون جوړه شوه. په پیل کې څو تنو قومي مشرانو او ديني عالمانو په خپلو خبرو کې د قومونو او قبيلو تر منځ تعصب او ډلبازيو ته په اشارې سره وويل چې په اسلام کې د قوم په نوم تبعيض، دښمنۍ او ډلبازۍ مردودې دي هغو زیاته کړه چې قومونه د افغاني ټولنې مهم جوړښت دی دوی د پرمختللې او متحدې ټولنې لپاره د قومونو تر منځ په انسجام، یووالي او همغږۍ ټینګاروکړ. نوموړو همدراز وویل چې د تېرې دورې چارواکو به د ملیونونو افغانيو په مصرفولو سره د‌ جرګو او غونډو په نوم زموږ په ملي ارزښتونو ملنډې وهلې، چې اوس الحمدالله په واقعي معنی د مشرانو نظرونه د خپلو سيمو د پرمختګ او د ستونزو هوارولو په برخه کې په ازاده فضا کې اخيستل کيږي.

Mobta او په ريښتنې معنی د يووالي لپاره کار پيل شوی. ورپسي د جرګو معين ښاغلي ملا عبدالخالق عابد د اشغال پر وړاندې د کندز د مجاهد ولس د قربانيو يادونه وکړه ويې ويل چې د جهاد په مراحلو کې د کندز ولس بريالی امتحان ورکړی، په ګډه د همدې ولس د بېدریغه قربانيو نتيجه وه چې اوس په ټول هېواد کې خپلواکي او سرتاسري امنيت لرو. سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري وویل د شوروي سرې لښکرې چې افغانستان ته راغلې د دوئ لاسپوڅو به ويل چې دا نه ماتيدونکی فوځ دی، خو د افغانستان د مجاهد ولس د بې درېغه قربانيو په نتيجه کې هغه نه ماتيدونکی لښکر له شرمونکې ماتې سره مخامخ او زموږ له ګران هېواده یې پښې سپکې کړې، د کندز او بغلان د مجاهدينو د اتلوليو نښې نښانې د روسانو تخريب شوي ټانکونه اوس هم د لارو پر څنډو پراته دي. د دې غيرتي ولسونو وفا او قرباني به تاريخونه ياد ساتي‌. زیاته یې کړه چې افغانان هيڅ کله په قربانيو ورکولو نه ستړي کيږي او نه په زندانونو او مرګونو له خپلو اهدافو څخه پرشا کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu