په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې
دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت په شهرصفا ولسوالي، د سمنګان ولايت په دوآب او دره صوف ولسوالي او د کاپيسا ولايت په آله سای ولسوالي کې له عامو خلکو سره پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.
د يادو غونډو پرمهال دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په خپلو خبرو کې د ولسونو تر منځ د یووالي او ګډ تفاهم پر اهمیت ټینګار وکړ ویې ویل: د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره د خلکو ترمنځ همغږي او متقابله همکاري اړینه ده. دوی د شریعت د احکامو د رعایت او مسؤلو ادارو سره د همکاري په برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ. يادو ديني عالمانو او قومي مشرانو زياته کړه، چې د ولسي همغږۍ د ساتنې لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.
په دغو ولسي غونډو کې د اسلامي امارت مسؤلینو د اسلامي نظام د بنسټونو د ټینګښت، د ولسونو د غوښتنو د اوريدو او د خلکو او مسؤلو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همکاري پر اړتیا خبرې وکړې. مسؤلینو څرګنده کړه، چې د شرعي احکامو عملي کېدل د ټولنې د نظم او اصلاح لپاره اساسي ارزښت لري او د اسلامي نظام د مسؤلینو ترڅنګ ولسونه هم باید د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره خپل مسؤولیت ادا کړي. يادو مسؤلينو له ګډونوالو وغوښتل، چې د ولسي یووالي، همغږۍ او ستونزو د حل په برخه کې له مسؤلو ادارو سره همغږي وساتي.
