د اسلامي نظام ساتنې ته په ځان او مال سره ولاړ یو

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۸:۲۲
Mobta

۲۷/ذالقعدةالحرام/۱۴۴۴

د دایکندي والي حاجي عبید، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر او د نورو ملکي او نظامي اداراتو مسؤلینو د یاد ولایت د پاتو ولسوالۍ ته د قومي مشرانو او دیني عالمانو سره لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې په ترڅ کې د پاتو ولسوالۍ په استازولي څو تنو خبرې وکړې او یاد شوي پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې دوی د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه یې ملاتړ او حمایت کوي، دوی همدارنګه وویل: لکه څنګه مو چې مخکې د اسلامي امارت ملاتړ کړی اوس هم د هیواد د اسلامي نظام ساتنې ته په ځان او مال سره ولاړ یو. د یادې ولسوالۍ خلکو له ورغلي پلاوي څخه د ولسوالۍ د تعمیر لپاره دځای مشخصولو غوښتنه وکړه.

Mobta

د یاد ولایت والي ښاغلي عبید د ولسونو له ملاتړ او یووالي څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه: د امارت مسؤلین په شپه او ورځ کوښښ کوي ترڅو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي او له هرډول تبعیض پرته د ولسونو د مشکلاتو د حل لپاره ورسره ناستې وکړي. نوموړي د ولسوالۍ د تعمیر په اړه وویل چې دوی به له مرکز سره د همغږي کولو وروسته د تعمیر د ځای په اړه ډېر ژر اقدام وکړي.

د دې غونډې ترڅنګ د سرحدونو، قومونو او قبایلو آمر حافظ محب الله سجاد د یادې ولسوالۍ له قومي مشرانو او دینې عالمانو سره وکتل، دوی یې ورورګلوۍ، یووالي او یوبل منلو ته راوبلل او ویې ویل: یادې ولسوالۍ ته زموږ د سفر هدف د دغو قومونوسره همغږي راوستل او د دوی ستونزې اورېدل و. هغه خپلو وظیفوي مسؤلیتونو ته په اشارې سره وویل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ملي یووالي د ټينګښت، ملي روغې جوړې، د قومونو ستونزې هوارول او د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکې جوړلو په برخه کې کار کوي.

نوموړي د ټولو قومي مشرانو او علماء کرامو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې ستونزې دي له دوی سره شریکې کړي او د هر ډول ستونزو سره د مخامخ کېدلو په وخت کې دي له دوی سره په اړیکه کې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

BACK TO NEWS

User account menu