له يو شمير کارکوونکو سره کتنه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۴
Mobta

يکشنبه٢٢جمادالثاني١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرگو او قبايلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد د وزارت اړوند د جرگو او قبايلي چارو د همغږۍ رياست او له ولايتونو سره د اړيکو امريت له یو شمير کارکوونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. لومړی الحاج ملا عبدالخالق عابد په خپلو خبرو کې وویل:

Mobta دا د شکر ځاي دى چې موږ داسې يو اسلامي نظام لرو چې د اسلامي اصولو په رڼا کې راته د خدمت زمینه برابره ده، نوموړي زياته کړه موږ ټول مسؤليت لرو چې خپل ورځنی کار داسې تر سره کړو چې یو مو خپل راسپارل شوی خدمت په ښه ډول سر ته رسولی وي او دوهم مو د خپل ولس خدمت پر وخت کړی وي. ورپسې ټولو کارکوونکو خپل نظرونه شریک کړل او د خپلو کاري استقامتونو له اړخه یې د ښه او پر وخت وظیفې ډاډ ورکړ، او همدا رنګه یې وخت پر وخت داسې ناستې ګټورې وبللې او د ښه راتلونکي ذریعه یې یاده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

BACK TO NEWS

User account menu