د وزارت کړنې او راتلونکې برنامې د مشرانو جرګې د اړوند کمېسیون د قناعت او تایيد وړ وګرځېدې !

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۸:۵۶
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن د مشرانو جرګې د قومونو او قبایلو او کوچیانو چارو کمیسیون په غوڼده کې د یاد وزارت د کاري اجرااتو او راتلونکو پروګرامونو اړوند معلومات وړاندې کړل، چې د یاد کمېسیون د قناعت وړ وګنل شول.

ښاغلي صمیم وویل، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا بېلا بېلو ولایتونو کې د قومي مشرانو او مخورو په ګډون لویې ولسي غونډې او جرګې جوړیږي او یادو جرګو کې د نظام او ملي ځواکونو ملاتو ترڅنګ د خلکو ستونزې اوریدل کیږي او هم د خلکو ترمنځ شته شخړې هواریږي او له بلې خوا د حکومت د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو برخه کې بشپړه همکاري کوو.

ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې په ټوله کې یاد وزارت کې سلګونه شوراګانې ثبت دي، چې بېلابېلې قومي شخړې هواروي او هڅه کیږي ترڅو قومي شوراګانې ولسوالیو او کلیو ته هم وغځيږي او خلکو سره همکاري ولري، ترڅنګ یې اړتیا شته، چې د مېرمنو شوراګانې هم جوړې شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وویل: یاد وزارت په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي اوعادي او پراختیایي بودجه یې په بېلا بېلو برخو کې لګول کیږي او په کې کومه ستونزه نشته.

همدا راز د رحمن بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ لېسو او د بایزید روښان انستیتیوت کې، چې یاد وزارت پورې تړاو لري ا شاوخوا ۴۵۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د لیلیې او اعاشې له تسهیلاتو څخه برخمن دي

په پاي کې د ښاغلي صمیم څرګندونې د کمېسیون د غړو لخوا د قناعت وړ وګنل شوې او ورسره د هر راز همکاریو ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu