د وزیرو قوم د مشرانو او ځوانانو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم نن مازدیګر، د وزیرو قوم له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په سر کې ښاغلی توپان وزیري او ښاغلي احمدالله وزیر د نورو په استازېتوب خبرې وکړې، وی ویل: وزيرو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې له خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په لارکې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. دوې له موجوده نظام څخه د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې وویل: موږ سوله او اوربند غواړو او حاضر یو خپل غږ په بېلابېلو جرګو او غونډو کې پورته کړو.

نوموړو دغه راز په بېلابېلو برخو په تېره بیا د ښوونې او روزنې او وزګارتیا په برخو کې خپلې یو لړ ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي صمیم د دوې له ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: ټولو ته جوته ده، چې د وزیرو زړه ور قوم د زیاتو ستونزو په ګاللو او بې شمېره قربانیو په ورکولوسره له هېواد څخه په مېړانه دفاع کړې، وزارت به په خپل ټول توان سره ددغه قوم له مشرانو او ځوانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته او همکاري کوي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: د وزیرو د علمي کدرونو د روزلو په خاطرد وزارت د اړوندو لیسو او انسټيټيوټ دروازې ستاسو د ځوانانو پرمخ پرانیستي دي او ځوانانو ته د غوره زده کړو د زمینو او مناسب چاپيریال برابرول زموږ لومړيتوب دی.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu