په کوټه کې له افغان قونسل سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې په لومړۍ نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت معینان او یو شمېررئيسان هم حاضر و، په کوټه کې له افغان قونسل ښاغلي وحیدالله مومند سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي وحیدالله مومند د وزارت د مشرتابه هڅې د سولې د ټینګښت ، ملي یووالي او قبایلو سره د خو اړیکو په برخه کې اغیزناکه وبللې او د وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ څرګند کړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي افغان قونسل ته د ښه راغلاست ویلو، ترڅنګ نوموړی یو تجربه لرونکی او د کار وړ شخص یاد کړ او په کوټه کې یې د قبایلو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې هلې ځلې د ستاینې وړ وبللې او په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.