په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د خلکو له استازي سره کتنه!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۱۰:۲۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۹ مه نېټه په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د خلکو له استازي ښاغلي انجينر کمال صافي او د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو له رئیس ښاغلي نظیف الله نظیف سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د ولایتونو سره د اړیکو ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله خېبر هم حاضر و، راغلي استازي د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو، ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډو کور وباله او په ملي مسایلو کې یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د خلکو د استازي او د سرحدونو او قبایلو چارو د رئيس ستونزې پر ځای وبللې او د نوموړو سره یې په ملي مسایلو کې په ګډو هلو ځلو ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu