په ننګرهار کې ۹ کلنه بدي پای ته ورسېده

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۵:۵۴
شخړه

د ننګرهار ولایت مومنددرې ولسوالۍ د باسوال په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ پېښه شوې بدي چې (۹) کاله یې دوام کړی و، تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس قاري رحمت الله غازي عمر، د ولسوالۍ مسؤلینو او سیمه ییزو قومي مشرانو په منځګړیتوب او هڅو په دوستي بدله شوه. د دغې بدي د حل په مراسمو کې سیمه ییزو مشرانو، دیني عالمانو او مسؤلینو د موضوع په هکله هر اړخیزې ویناوې وکړې او خلک یې دصلحې او امن ژوند ته وهڅول. په وروستیو کې د مرکچي پلاوي له لوري ټاکل شوې پرېکړه ولوستل شوه چې دواړو لوریو یې منلو ته غاړه کېښوده او یو بل ته یې د ورورګلوۍ غېږه ورکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu