په بادغيس ولایت کې ۱۵ کلنه شخړه حل او په بلخ کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۹
شخړې

چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۸

د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د دوو قريو تر منځ د ۱۵ کلنو هغه اوږده شخړه هواره شوه، چې پکې د وژنې ترڅنګ دواړو خواوو ته ګڼ مالي زيانونه هم رسېدلي وو.

دغې شخړې چې ژور قومي اختلافات يې هم رامنځ ته کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو، قومي مشرانو، علماء کرامو او جرګه کوونکو په شريکو همکاريو د عادلانه پريکړې په اساس حل او دواړو طرفونو يو بل ته په بښنې کولو سره تېر هېر کړل، چې په همدې توګه له يو بل سره غاړه غړۍ شول.

همداراز د بلخ ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ د کورنی جنجال له امله هغه دوه کلنه شخړه هواره شوه، چې ترمنځ يې لوی اختلافات موجود و او د همدې له امله يې يو بل سره راشه درشه نه کوله.

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هماهنګۍ د شخړو د حل کميسيون، قومي مشرانو، ديني عالمانو او اسلامي امارت د منسوبينو په هلو ځلو دغه کورنۍ د جلاجلا ناستو په ترڅ کې سولې ته اماده شوې او د مصلحينو له فيصلې وروسته يو بل ته ورغاړې وتل، چې په دې سره يې دوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu