د هرات ولایت له ولسي خلکو او قومونو سره ناسته

mobta_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۹:۱۱
Mobta

۱۶/رجب المرجب۱۴۴۴هـ ق

په هرات ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولس او قومونو سره د همغږۍ او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د همدې وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي عبدالخالق عابد، مل پلاوي، د هرات والي، قومي سپین ږیرو او علماوو ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کې د قومي سپین ږیرو او علماوو له ډلې د هغوی په استازیتوب څو تنو په خپلو خبرو کې وویل، زموږ لپاره ترټولو غټه لاسته راوړنه امنیت دی، له توپیر پالنې او خطر څخه خوندي یو، دوی زیاته کړه چې یوازې په هرات کې ۴۰۰۰ معتادین راټول شوي او درملنه یې روانه ده.

mobta

دوی له حکومت څخه د یووالي، لیرې پرتو سیمو خلکو ته د خدماتو رسونې او د نشه یې توکو د مخنیوي په برخه کې د لا ډیرې پاملرنې غوښتونکې شول. یادې ناستې ته سرپرست وزیر ښاغلي نوري په خپلو خبرو کې وویل: هرات ولایت د تاریخ او تمدن ښار دی او په دغه ولایت په تاریخ کې د یووالي یوه الکو ده، هغه زیاته کړه چې د ا.ا.ا د هیواد د پرمختیا په برخه کې که څه هم اقتصادي بندیزونه دي، خپل کارونه پیل کړي دي، د افغانیو ارزښت ثابت پاتې دی، د نفتو او معادنو استخراج پیل شوی او د قوشتیپې کانال تاسو خپله وينئ. نوموړي زیاته کړه چې د هرات ولایت د قومونو او ولس غوښتنې موږ واورېدلې او د حل په موخه به یې لازم اقدامات ترسره کړو. د غونډې په دوام د هرات ولايت والي خبرې وکړې او ټول ولسونه یې اتحاد ته را وبلل او د غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu