د نيمرو ولايت په مرکز زرنج ښار کې له ايران سره ترانزيټي لارې او سرحدي نقاطو څخه ليدنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۴:۱
Mobta

۱۴/رجب المرجب

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې د ايران سره پر ګډه پوله د ورېښمو پل او سرحدي نقاطو څخه ليدنه تر سره کړه.

ددې کتنې پر مهال چې د نيمروز مرستيال والي الحاج محمدنبي عثماني،د نيمروز د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي عبدالرحمن جميل، سرحدي کارشناس قاري عبدالعزيز بلال او د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت يې هم ملتيا کوله د همدې ترانزيټي لارې له کميسار  مولوي حنظله او دفاعي او امنيتي مسوولينو سره وکتل.

Mobta

ښاغلي نوري د ياد سرحد له مسؤلينو د سرحد په اړه معلومات ترلاسه او ددوئ ستونزې يې واوريدې.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ښاغلي نوري پخپلو خبرو کې زياته کړه: د هيواد د پولو څارنه او ساتنه يو ستر او سپيڅلی مسؤليت دی چې بايد په ډير دقت ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu