د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې لویه ولسي غونډه جوړه شوه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۸:۵۱
Mobta

دوشنبه/۶/شعبان المعظم

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لورې په ننګرهار ولایت کې د ولسونو او قومونو د یووالي او همغږۍ غونډه جوړه شوه چې پر مهال یې د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي په شمول د یاد ولایت والي حاجي محمد نعیم ، د ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو هم ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د یاد ولایت والي حاجي محمد نعيم او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئيس قاري رحمت الله د وزارت مقام او نورو راغلیو میلمنو ته هرکلی وکړ.

Mobta

د ناستې په دوام د قومي سپین ږيرو او علماوو په نمایندګي څو تنو ویناوي وکړې او ویې ویل: د قومونو د یووالي په موخه دا ډول غونډې جوړول ډیرې اړینې دي ځکه د قومونو په اتحاد سره د نظام بقا را منځته کیږي دوی په خپلو خبرو کې له حکومت څخه د سرحدي سیمو قومونو ته د استانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

وروسته د یاد وزارت د قبایلي چارو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد وویل: د تیر اشغال په نتېجه کې مو ولس په سمت، ژبې او قوم پرستۍ ویشل شوی و، چې اوس الحمدلله دا هر څه له منځه تللي او افغانان متحد دي.

د غونډې په پای کې سرپرست وزیر ملا نورالله نوري وینا وکړه او  د قومونو تر منځ پر يووالي او د منازعاتو پر هوارولو یې ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه: دغې خاورې ډیر انقلابونه تجربه کړي دي او د اسلام بیرغ یې تر اوسه هم هسک ساتلی، دا خاوره همدغو ګډو قومونو ساتلې ده او دا ټول مسؤلین د همدې ولس له غیږي څخه را پورته شوي دي نوموړې ټولو راغلیو قومونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ټولو غوښتنو ته رسوونه کیږي او مشورې به یې عملي کیږي. غونډه د هیواد د اتحاد په دوعا پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

BACK TO NEWS

User account menu