د اداري مجلس جوړېدل!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۴:۴۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په مشرۍ نن دوشنبه د۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې پر۲۸نېټه اداري مجلس جوړ شو.
د مجلس په پیل کې دوزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي خبرې وکړې وې ویل:چې د سولې بهیر پر مخ تللی دی، همدا راز یې د مونیخ کنفرانس او په څنډه کې دافغان ولسمشر لخوا د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره د لېدنو، کتنو خبره وکړه او هغه یې مثبتې وبللې.
ښاغلي بارکزي دا هم وویل: چې دولت هوډ لري چې د سولې وزارت له لارې د سولې لپاره یوه اجماع او څرګند لید لوري تنظیم کړي،چې په دې کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هم رول لري، زیاته یې کړه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي په کندهار او هلمند کې له خلکو سره له دې امله چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خلکو غوښتنې څه دي او څنګه کولای شو، ټولګټې پروژې، پلونه، ښوونځي، نور د جګړې له ګواښ څخه وژغورو غونډې جوړې کړې دی. چې دا لېدني کتنې په دې سره به له یوې خوا د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د خلکو نظریات اوله بلې خوا به لیدلوری معلوم شي او په پایله کې به هېواد ته سوله راشي.
ښاغلي بارکزي همدا راز۱۳۶۷لمریز کال د سلواغې ۲۶ دافغان مجاهد ولس لخوا د سره پوځ د ماتې ورځ له امله هم مبارکي وویله.
ورپسې د وزیرانو شورا په تېره غونډه کې د بحث شویو موضوعاتو ،امنیتي راپور، او په پرتلیزه توګه د هغې د وړاندې کولو، له هېواد څخه د امنیتي ځواکونو د دفاع او پر امنیتي وضعیت یې د مثبتو اغیزو،په نیشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره د یو روغتون د جوړولو، د نفتو او ګازو د تنظیمولو، د ماین پاکۍ شهیدانو او معلولینو ته د ځمکې د وېش، د ترافیکي ګڼه ګوڼې دراکمولو لپاره د پریزینتیشن، د چاپیریال د خوندي کولو لپاره د نیالګیو داېښودلو او په دې برخه کې د خپلو نظریاتو د شریکولو په اړه خبرې وکړې. د وزارت له اړندو ریسانو څخه یې وغوښتل چې په یوه نوې روحیه باندې خپلې چارې پر مخ یوسي ورپسې د سرحدونو او قبایلو چار وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د کابینې د تېرې غونډې بحث شوي او تصویب شوي موضوعات له مجلس سره شریک کړل.له هغې ډلې دهوا د ککړتیا، چې په دې برخه کې باید دلارو چارو د موندلو او پرله پسې ناستو د جوړېدو له لارې ژور بدلون راشي.هغوی چې سرغړونه کوي هواککړوي قانوني چلنددې ورسره وشي. بل دا چې کوم کمیسیونونه چې جوړېږي ، وزارتونه او ادارې غړیتوب لري باید په هغې کې ګدون وکړي.
همدا راز اړوندې ادارې باید رسینو او اشخاصو پروخت او کره معلومات شریک کړي، د چارو ادارې لخوا په جوړو شویو غونډوکې د ګډون په اړه وویل شول چې باید د دفتر مقام رئیس د تیلفون شمېرې او ایمل ادرس د هغوی په واک کې ورکړي. ټینګار وشو چې په کمیسیونونو کې دې فعال ګډون وشي.اود وزارت پورې د اړوند موضوعاتو په اړه دې په ټاکلي وخت کړنې ترسره شي.
ورپسې مالي او حسابي رئیس په تفکیک سره اداري واحدونو د ۱۳۹۹ مالي کال بودجې وېش د څرنګوالي، د پلان او پالیسۍ رئیس د خوست او طورخم د پراختیایي پروژو د وضعیت، د شهیدانو او معلولینو او دولت چارو وزارتونو تر منځ د یو تفاهم لیک د لاسلیکولو، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس هم د هېواد ولایتونو ته د کاري سفرونو د څرنګوالي، داطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس د حکومت د رسنیو په مرکز او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون په غونډوکې د ګډون په اړه معلومات او راپورونه وړاندې کړل. همدار راز د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ ریس ته لارښوونه وشوه چې د غور په ګډون په پاتې ناامنو ولایتونو کې هم جرګې جوړې او د ستونزو په هوارولو کې دې هلې ځلې وکړي. په یادو او نورو مهمو مسایلو هم بحث او لازمې پرېکړې وشوې اړوند اداروته یې په اړه پروخت د کړنو او اجراتو سپارښتنې وشوې. همدا راز په مالیاتي چاروکې په سپما او د پلان مطابق د چارو په پرمختګ ټینګار وشو.
د یادولو وړ ده ،چې مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي د جرګو د همغږۍ، د داخلي تفتیش او دفراه او هلمند د قبایلو چارو له ریسانو او نورو چارواکو څخه د جرګو او غونډو په جوړولو کې د هلوځلو له امله مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۸:۳۷
Background image

د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

 

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

په پلازمېنه کابل کې د خوشحال خان لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو څارنه

 

چهارشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست يو لوړ رتبه هيئت د ياد وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسې د زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱
Background image

خوست کې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو له بهير څخه څارنه ترسره شوه

سه شنبه ۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست له لوري لېږل شوي هیئت خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu