د اجرااتو د کلنۍ ارزونې ترسره کیدل!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زېرمو رئيس ښاغلي محمد یاسین پکتین کړنو او فعالیتونو کلنۍ ارزونه د مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله له خوا نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۱ مه نېټه په داسې حال کې، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون استازی ښاغلی تمیم سکندري هم حاضر و، په بریالۍ توګه ترسره شوه.
په دې اړه ښاغلي جلاله وویل: چې د کړنو او فعالیتونو ارزونه یو له هغو اصلونو څخه دی، چې مسؤلین پر ټاکلي وخت د خپلو دندو ترسره کولو ته ځير او هڅوي او همدا راز د دوی د وړتیاوو او کاري مهارتونو په ځلولو کې مهم رول لري.