د شریعت د تنفیذ په موخه په ولسواليو کې له ولسي خلکو سره د همغږۍ غونډې
پنجشنه ۱۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د محلي ادارو لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي شريعت د تنفيذ په موخه د پنجشير ولايت په حصه اول، د کاپيسا ولايت په کوهبند، د پکتيا ولايت په وزې ځدراڼ او اريوب ځاځي او د دايکندي ولايت په سنګ تخت ولسوالي کې د ولايتي ادارې د مشرانو، ولسوالي د استازو، ديني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو ترمنځ پراخه ولسي غونډې ترسره شوې.
غونډو ته مسؤلينو د خپلو ويناوو پرمهال په ټولنه کې د اخوت او ورورولي پر اړتیاوو ټینګار وکړ او دا یې د اسلام د مبارک دین له مهمو برخو وبلل. مسؤلينو په ټولنه کې ديني عالمان او قومي مخورو خورا مهم خلک ياد کړل او غوښتنه يې تري وکړه، چې په ولسونو کې دې د سولي، ورورولي او همداراز د شریعت د تنفیذ د پياوړتيا لپاره کار وکړي.
د يادو ولسي غونډو په ترڅ کې سيمه ييزو مشرانو د خپلو سيمو د اوسيدونکو د شته ستونزو د شريکولو ترڅنګ د اسلامي امارت پر ملاتړ ټينګار وکړ او د اسلامي شريعت په تنفيذ کې يې خپلې ژمنې تازه کړې. دوي د ا.ا.ا او ولسي خلکو ترمنځ همغږي د نظام د پياوړتيا لپاره مهمه وبلله او ياده يې کړه، چې په هر حالت کې د دې نظام هماري ته چمتو دي.
