په کندهار کې د سرحدونو او قبايلو چارو د محترم وزير د مور بي بي فاتحه واخېستل شوه!

mobta-af
Tue, Oct 08 2019 10:45 AM
mobta

د فاتحې په دغو مراسمو کې، چې نن دوشنبې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي د مور بي بي پاک روح ته د دعا په خاطر د کندهار دويمې ناحيې اړوند د حاجي عبدالله اکا په جامع جومات کې پرځاى شوي و، د کندهار والي حیات‌الله حیات، د ملي شورا د دواړو مجلسونو محترمو غړو، د ولایتي شورا غړو ، لوړ پوړو دولتي چارواکو، ملکي او پوځي منسوبينو، د جنوب لوېدېځې حوزې ولسواليو ولسوالانو، قومي مشرانو، مخورو، ټولنيزو فعالانو، ځوانانو او په سلګونو تنو هېوادوالو برخه واخيسته.

په دغو مراسمو کې ټولو ګډونوالو د سرحدونو او قبايلو چارو محترم وزير، درنې کورنۍ غړو، خپلوانو او دوستانو ته د خپل ژور خپګان او ډاډ ګېرنې مراتب وړاندې کړل.

د فاتحې ګډونوالو همداراز د لوې خداى ج له سپېڅلي دربار څخه مرحومې ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او عظيم اجر هيله وکړه.

په مقابل کې د سرحدونو او قبايلو چارو محترم وزير او د کورنۍ غړو يې د دغو خلکو له راتګ، غمشريکۍ او ډاډګېرنې څخه مننه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu