پکتیا کې ۹ کلنه دښمني او جوزجان کې ۵ کلنه کورنۍ بدي هواره شوه

haqani_admin
Mon, Nov 16 2026 10:13 AM
پکتیا کې ۹ کلنه دښمني او جوزجان کې ۵ کلنه کورنۍ بدي هواره شوه

دوشنبه ٥ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو په منځګړیتوب او پرله‌ پسې هڅو په پایله کې د یاد ولایت په احمداباد ولسوالۍ کې هغه نهه کلنه دښمني هواره کړه، چې په ترڅ کې یې درې تنه وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی و.

یادې دښمنۍ نه یوازې مرګ‌ژوبله اړولې وه بلکې د دواړو لوريو ترمنځ یې لوی اختلافات او ستونزې هم رامنځته کړې وې خو د مسؤلینو د دوامدارو هڅو په نتيجه کې دواړه لوري سولې ته راضي شول او د خیر په فيصلې سره یې خپلمنځي دښمني پای ته ورسېده.

بلخوا د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د استازو په منځګړیتوب هغه پنځه کلنه کورنۍ بدي هم هواره شوه، چې له امله یې د دواړو کورنیو ترمنځ ګڼ اختلافات او تربګنۍ موجودې وې.
 
د دغه بدۍ د له هواري وروسته ښکېلو خواوو د یو بل پر وړاندې له دښمنۍ او ستونزو جوړولو لاس واخیست او نوی د خوښي ژوند يې پيل کړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu