په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

taqi2_admin
Sun, Jun 28 2026 11:08 AM
په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

د همدې ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د استازو او ځایي خلکو په همکارۍ یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه.

په یاده ناسته کې موضوع په هر اړخه ډول وڅېړل شوه، چې په پایله کې د دواړو لورو په خوښه یوه عادلانه پرېکړه وشوه، چې د ښکېلو خواوو مشرانو له لوري تأیید شوې او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د سولې په فضا کې ژوند کوي او د شوې پرېکړې هر مادې ته‌ به‌ژمن پاتيږي.

همداراز، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې هغه شخړه، چې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه چې له امله یې یو تن زخمي شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ملا تحمیدالله غازي د متنفذینو سره د پېښې شوې ستونزې په اړه د داوړه خواوو څرګندونې واورېدلې.

اي کې د شرعي اصولو پر بنسټ پرېکړه اعلان کړه چې په دې سره رامنځته شوې دښمني پای ته ورسیده او دواړه کورنۍ د اخوت او ورورولۍ پر لور روانې شوې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu